د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ډرون برید د لشکر اسلام او تحریک طالبان غړي وژلي'


د افغانستان ننګرهار ولایت په نازیان سیمه کې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه نهه تنه وسلوال وژل شوي دي.

دا خبره په خېبراېجنسۍکې یو امنیتي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو کړې. دی وايي، چې برید نن سهار «نهې ورځ» ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار په نازیان سیمه کې شوی چې پوله یې له خېبر اېجنسۍ سره لګیدلې ده. دی زیاتوي، چې په نښه شوي وسلوال د لشکر اسلام ډلې او تحریک طالبان پاکستان غړي دي.

امینتي چاوارکې زیاتوي چې په دې وژل شویو او ژوبلو وسلوالو کې د لشکر اسلام او تحریک طالبان پاکستان مهم کسان هم شامل دي.

خو وسلوالو ډلو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، او خپلواکه سرچینو یې هم تصدیق نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د خېبراېجنسۍ په لیرې پرته سیمه تیرا کې د وسلوالو ډلو پرضد د خېبر دویم په نامه پوځي عملیات دوام لري، د پاکستانیو چارواکو په ادعا چې باړه یې له وسلوالو پاکه کړې ده او د اکا خیلو قبیلې وګړو ستنیدل ورته پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG