د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانانو ملي وحدت په وړاندې سګونه توطې موجودې دي"


ولسمشراشرف غني وایي، دا مهال د افغانانو د ملي وحدت په وړاندې سلګونه توطې او دسیسې موجودې دي.

ولسمشر که څه هم په دې برخه کې نورجزیات ورنه کړل، خو په زابل کې یې د ۳۱ مسافرو برمته کیدل د دې دسیسو یوه بیلګه وبلله.

ښاغلي غني دغه څرګندونې نن د مارشال محمد قسیم فهیم له دفاعي پوهنتون د افسرانو د فراغت په غونډه کې وکړې:

″زه غواړم په دې تالارکې اعلان وکړم کوم کسان چې په زابل ولایت کې برمته شوي دي هغه د ملي وحدت د حکومت په وړاندې یو توطیه ده.″

ولسمشر دغه رازپه زابل ولایت کې د ۳۱ مسافرو د خلاصون په هدف د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړي قطعې د عملیاتو ستاینه وکړه.

شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې ۳۱ تنه مسافرد زابل په مربوطاتوکې د نامعلوم وسله والو له خوا برمته شول او تر اوسه یې د برخلیک په اړه کره معلومات نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG