د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د اېم کیو اېم وکیلانو اتحادیې مشر ووژل شو


په کراچۍ ښار کې نن د چارشنبې پر ورځ د ایم کیو ایم ګوند وکیلانو اتحادیې غړی وژل شوی دی.

د زمان ټاون پولیس افسر جاوید نن ماسپښین »شورو ورځ» مشال ریډیو ته ویلي، پېښه د دغه ښار په کورنګۍ کې هغه مهال مخې ته راغله، کله چې نامالومه وسله والو د وکیل حسنین بخاري په ګاړي ډزې وکړې.

د ایم کیو ایم ګوند رهنما قمر منصور له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي، د حسنین بخاري وژنه په ښار کې د روانو هدفي وژنو تسلسل دی. د هغه په خبره په کراچۍ کې له یوې خوا هدفي عملیات روان دي او له بلې خوا د تېرو څو میاشتو راهسې د دوی د ګوند د غړو وژنه دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG