د قبایلي سیمې مومندو په شهید بانډه کې تر ۲۵ زیات ماشومان شري نیولي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، له اووو ورځو راهیسې هلته د شري ناروغي لګېدلې ده. په ناروغو ماشومانو کې یې درې د پېښور لوی روغتون ته وړي دي.
خو د روغتیا ادارې چارواکي وايي، دوی د شري خورېدو په اړه لا هېڅ مالومات نه لري او دا چې په دې لړ کې به پوښتنه وکړي او واکسین ورکول به پیل کړي.