د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سختدریځۍ په هکله د اوباما څرګندونې او د کارپوهانو نظرونه


ولسمشر اوباما کانفرانس ته د وینا پرمهال
ولسمشر اوباما کانفرانس ته د وینا پرمهال

امریکايي ولسمشر بارک اوباما د چارشنبې په ورځ وویل ، د دوی جګړه د اسلام پر ضد نه بلکې د هغو خلکو پر ضد ده چې د ده په وینا اسلام یې بدل کړی دی.

د زور زياتي او سختدريځۍ د مخنيوي په اړه په سپینه ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ولسمشر بارک اوباما وویل چې په نړۍ کې هيڅ یو مذهب د ترهګرۍ ذمه وار نه دی بلکې خلک د تشدد او ترهګرۍ ذمه وار وي.

اوس پوښتنه دا ده چې په پاکستان او افغانستان کې د یو شمېر وسله والو او سخت دریځو ډلو هغه دریځ سم او که غلط دی چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه د اسلام پر ضد جنګ بولي ؟

د پېښور پوهنتون مرستیال مشر او د مذهبي چارو کارپوه پروفیسر قبله ایاز وايي ، دلته خلک ځکه داسې فکر کوي چې د نړۍ په حالاتو نه دي خبر.

قبله ایاز وویل :

(( زموږ دا خلک په اصل حقیقت نه دي پوه. دا اوس ګلوبلایزېشن روان دی او په دې دور کې جګړې پر وسایلو او نفوذو وي. تر دې وړاندې د ارجنټینا او انګلستان ترمنځ جګړه شوې وه او دواړه مسیحی قوتونه دي. نو دا خبرې ټولې غلطې دي او وجه یې دا ده چې دلته خلک په نړیوالو حالاتو پوهه نه لري نو ځکه د ځان لپاره سمې لارې نه شي ټاکلای. ))

د متحده د عرب اماراتو په شارجه کې مېشت افغان مفتي ذاکرالله ذاکیري په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې که څه هم د نړۍ د ترهګرو څرګند تعارف نه دی کړی خو مسلمان هیوادونه هم د دې جګړې ملاتړ کوي.

مفتي ذاکرالله ذاکیري زیاته کړه :

(( موږ دا نه شو ویلای چې دا بلکل د اسلام پر ضد ده، ځکه چې په دې جګړه کې ډېر اسلامي هیوادونه هم د – لویدیځ – ملګري او په دې جګړه کې به تېروتنې او سیاسي هدفونه وي خو د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ټول مسلمانان ولاړي دي، هغه ځکه چې په اسلام کې د ترهګرۍ هیڅ ځای نشته. ))

په پاکستان کې د وسله والو ډلو تر څنګ یو شمېر سخت دریځي ګوندونه او ډلې هم پر دې سربېره د ترهګرۍ پر ضد جګړه د اسلام پر ضد بولي چې پاکستان یې په څرګنده ملاتړ کوي.

د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوه پروفیسر خادم حسېن وايي ، په پاکستان کې دا فکر د سیاسي ګټو تر لاسه کولو لپاره عام کړل شوی دی.

پروفیسر خادم حسېن وویل:

(( دلته دا کار د دې لپاره کېږي چې په ټولنه کې دننه کومې مسېلې دي او په مذهبي وضاحت او تشریح کې کوم تضادات دي هغه څه ډول پر بهرنیو قوتونو ورواچول شي. د دې هدف دا دی چې خلک دلته پر موجودو مسلو پر عقلي او مدلل اساس غور فکر ونه کړي او د هغه جاج وانخلي. هم دا وجه ده چې د دې مذهبي ډلو ځای دلته پراخېږي او خلک په جذباني توګه دوی ته ځای ورکوي. ))

که څه هم پاکستان د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه له امریکا او لویدیځ څخه زیات شمېر مالي او پوځي مرستې تر لاسه کوي خو په دې ملک کې ځینې سخت دریځه ډلې په څرګنده دا جګړه د اسلام ضد بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG