د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي، پر پېښور سکول د برید په تور یې ۱۲ مشکوکه کسان نیولي


تېره ورځ «زیارت» په راولپېنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال عاصم باجوه وویل، په ډېسېمبر کې د پېښور پر سکول په برید کې یې د ککړې ۲۷ کسیزه ډلې پېژندګلوي کړې.

ده دعوه وکړه چې له ډلې نهه کسان وژل شوي، شپږ په پاکستان او شپږ په افغانستان کې نیول شوي دي. باجوه وویل، په نیول شویو کې یو حکومتي کارکوونکی او بل سرکاري امام مولوي عبدالسلام هم شامل دي چې پر سکول ځانمرګي برید کوونکي یې په خپل کور کې ساتلي ول.

ده وویل، که څه هم پاکستان او افغانستان له یو بل سره د بندیانو تبادلې تړون نه دی لاسلیک کړی خو هیله من دی چې کابل به نیول شوي کسان دوی ته وسپاري. د پاکستان پوځ ویاند زیاته کړه چې په پاکستان کې نیول شویو کسانو خپل جرم منلی دی او ویلي یې دي چې د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله ورته پر سکول د حملې امر کړی وو.

د خبري غونډې پر مهال جنرال عاصم باجوه دا و نه ویل چې مشکوک کسان کله او د افغانستان یا پاکستان له کومو ځایونو نیول شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG