د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له امریکا سره خپلو اړیکو ته اهمیت ورکوو”


د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو صلاح کار سرتاج عزیز وايي پاکستان له امریکا سره خپلو اړیکو ته اهمیت ورکوي او دا تمه لري چې امریکا به په جنوبي ایشیا کې د ستراتیژیک توازن او استحکام د ساتلو لپاره یو رغنده رول ولوبوي.

د نوموړي له دفتره د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته یوه اعلامیه استول شوې چې په کې راغلي هندوستان ته د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روروستي سفر او د دې سفر په نتیجه کې د نوي ډیلي او واشنګټن ترمنځ د تړونونو او همدارنګه د وزیر اعظم نریندر مودي او ولسمشر بارک اوباما د څرګندونو دقیقه ارزونه کوي، ځکه چې دا موضوعات سیمې ایزې او نړیوالې اغیزې لري.

ولسمشر اوباما هند ته په خپل وروستي سفر کې ویلي وو د پېښور د سکول نه نیولې د پاریس تر کوڅو د هغو خلکو ترشا ولاړ دي چې د ترهګرو لخوا ځپل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG