د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په نړۍ کې تر ټولو زیات کډوال افغانان دي'


د يو اين ايچ سي ار عالي کمیشنر مایا امراټونګا په کوټه کې د افغان کډوالو یوه ورکشاب ته وینا کوي
د يو اين ايچ سي ار عالي کمیشنر مایا امراټونګا په کوټه کې د افغان کډوالو یوه ورکشاب ته وینا کوي

مایا امراټونګا وايي، له ۲۰۰۲ عیسوي کال څخه بیا تر ۲۰۱۴شاوخوا اته دېرش لکه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې په دې شپږ لکه شپږويشت زره د بلوچستان له بېلا بېلو کمپونو څخه تللي

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو نړیواله اداره یو اين ايچ سي آر وايي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ترهګرۍ په هېڅپېښو کې لاس نه لري، او که کوم افغان کډوال په دې تورن شي، نو د پاکستان له قانون سره سم باید سزا ورکړل شي. د يو اين ايچ سي آر د پاکستان مشره مایا امراټونګا په کوټه کې له خبریالانو سره په يوه ورکشاپ کې دا خبرې وکړې.

يو اين ايچ سي آر يا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ وايي، په پاکستان کې لاهم د نړۍ تر ټولو زیات کډوال مېشت دي، او د نړۍ تر ټولو زیات کډوال هم افغانان دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ په پاکستان کې مشره مایا امراټونګا وايي، په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو په کمپونو کې يې تراوسه پورې هېڅداسې شواهد موندلي نه دي، چې ګواکې دوی دې په ترهګرۍ يا نورو غیرقانوني چارو کې لاس ولري. خو د دې په خبره که چېرې یو افغان کډوال په ورته کړنو کې لاس ولري، نو باید د پاکستان له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

؛ دا زموږ لپاره ډېره اړينه ده، چې د کډوالو کمپونو هغه ځايونه دي، چېرې چې بې کوره او بې وطنه خلکو ته پناه ورکړل شوې، او د دې مطلب دا دی، چې دلته باید هېڅيو ترهګر ونه اوسي. تراوسه له موږ سره داسې هېڅمالومات نشته، چې داسې دي، لاکن موږپه ډېره ځيرکتیا دې ته ګورو،که چېرې داسې کړنې کېږي، نو مخنيوی یې وکړو؛.

مایا امراټونګا وايي، له ۲۰۰۲ عیسوي کال څخه بیا تر ۲۰۱۴شاوخوا اته دېرش لکه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې په دې شپږ لکه شپږويشت زره د بلوچستان له بېلا بېلو کمپونو څخه تللي. امراټونګا زیاتوي، دا به د پاکستان په ګټه کې وي، چې د دې کډوالو د اوسېدو پای نېته نوره وغځوي.

؛ موږ به دا وستايو چې د پاکستان حکومت په دې اخري بیا غور وکړي. ځکه چې موږ پوهېږو او دا ناممکنه ده، چې پنځلس لکه افغان کډوال دي د روان کال تر پايه ټول له دې هيواد څخه ووځي. داسې نشي کېدای. او داسې دا خپله د پاکستان په ګټه کې ده، چې راجسټر شويو افغان کډوالو ته قانوني لاره ورکړه. که داسې نه وي، نو هغوی به بیا په غیرقانوني توګه دلته اوسي، او په غیرقانوني توګه اوسېدلو کې بیا هيچا ته هم ګټه نه رسېږي؛.

له دې سره د يو اين ايچ سي آر په بلوچستان کې مشر فيبيو ويرولي بیا وویل، دوي دې پوهېږي، چې د افغان کډوالو له اوسېدلو څخه د ځايي ژوند متاثره کېږي، او د همدې لپاره له ۲۰۰۹ عیسوي کال راهیسې د راها پروګرام له لارې د ځايي خلکو لپاره هم يو شمېر پروژې پېل کړې دي.

؛موږ په دې خبر يو او همدا لامل دی، چې موږ د ځايي خلکو لپاره هم د راها غوندې پروژې پېلوو. چې هغه د همدې ځايي خلکو د صحي او تعليمي ستونځو د هوارولو لپاره مهم رول لوبوي. او تر ډېره ځایه د افغان کډوالو له وجې ددوي متاثره شوې استوګنه بېرته رغوي؛.

د ویلو وړ ده چې له تېرو شاوخوا درې لسیزو راهیسې د افغانستان له بېل بېل سیمو څخه په لکونو افغانان پاکستان ته رامهاجر شوي، او ددغه هيواد په بېل بېل سیمو کې د مهاجرت ژوند تېروي. يو اين ايچ سي آر يا د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ چې موخه يې همدې کډوالو ته د ژوند آسانتياوې ورکول دي، له لومړۍ ورځې راهیسې تر ننه پورې همدا هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG