د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، نن ( سیشنبه) د کوټ ولسوالۍ اړوند د عطاخان او چنګړو سيمه کې له غرمې مخکې د پوليسو په ګزمې ( ګشت) د دولت وسله والو مخالفينو بريد وکړ چې د پوليسو له خوا په ځوابي بريد کې دوه تنه وسله وال ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپیان شول.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال مشال راډيو ته وويل:
په دغه نښته کې د وسله والو يوه سراچه ډوله موټر هم تخریب او له منځه وړل شوی دی.