د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له افغانستان سره سوداګري به دوه چنده زیاته شي”


د پاکستان سوداګرۍ وزیر وايي، په راتلونکو دوو کلونو کې به له افغانستان سره سوداګري دوه چنده زیاته شي.

انجینر غلام دستګیر خان د تېرې چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، پاکستان، افغانستان ته د سامانونو د لېږد پر زیاتولو فکر کوي.

تېره میاشت اسلام اباد ته د سفر پر مهال افغان ولسمشر اشرف غني ویلي ول، دا مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه نیم اربه ډالرو سوداګري کېږي چې په راتلونکو څو کلونو کې به پینځه اربه ډالره ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG