د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: پر امنیه قومندانۍ وسلوال برید له منځه یووړل شو


د پولیسو د ویاند په خبره په حمله کې د پولیسو یو افسر او درې ولسي افغان وګړي وژل شوي، درې پولیس او څلور ولسي کسان ټپیان شوي.

راپور - محمدصادق رښتینی – کندهار

د کندهار د میوند ولسوالۍ پر امنیه قومنداني د وسلوالو برید د پینځو حمله کوونکو ، د یوه پولیس چارواکي او څلور ولسي افغانانو په وژنه پای ته ورسېدلی.

د کندهار پولیسو ویاند ضیا دراني ازادۍ رادیو ته وویل چې نن «ګل ورځ» یوولس نیمې بجې پنځو تنو حمله کوونکو د میوند ولسوالۍ پر امنې قومنداني حمله وکړه چې تر شاوخوا یو ساعت مقاومت وروسته ټوله حمله کوونکی د پولیسو لخوا ووژل شول.

د دراني په وینا یوه حمله کوونکي لومړي د موټر بم چاودنه کړې او څلورو نورو حمله کوونکو د پولیسو سره مقاومت کړي.

د پولیسو د ویاند په خبره په حمله کې د پولیسو یو افسر او درې ولسي افغان وګړي وژل شوي، درې پولیس او څلور ولسي کسان ټپیان شوي.

د نوموړي په وینا حمله کوونکو د پولیسو د نظامي یونفور څخه استفاده کړې .

د پیښې عني شاهدان او او په پیښه کې ټپیان شوي کسان د کندهار میرویس روغتون لېږدول شوي دي.

دوی ازادی رادیو ته د پیښې په اړه وویل، چې حمله کوونکي په فلډر موټر کې راغلل څلور وسلوال ځني راکښته شول او یو تن چې په موټر کې ناست وو ځان ته چاودنه ورکړه.

په عین حال کې د دولت وسلوال مخالفین چې د پېښې مسوولیت يې منلی د زیات شمیر پولیسو د وژل کیدو ادعا کوي .

دا په تیرو دو میاشتو کي تر نسبي ارامي وروسته په کندهار کې د وسلوالو طالبانو لومړنی حمله ده.

XS
SM
MD
LG