د لاسرسي ځای

تازه خبر

تيرا: 'امنیتي ځواکونو د لشکر اسلام څلور وسله وال وژلي'


د خېبر پولیټیکل چارواکو مشال ریډیو ته ویلي دي چې نن سهار د خېبر په لیرې پرته سیمه تیرا اکا خېلو کې وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر یوه چېک پوسټ برید وکړ چې په نتیجه کې یې دوه اړخیزه جګړه رامنځ ته شوه او پر یو بل د سپکو او درنو وسلو په ګوزارونو کې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې څلور تنه وژل شوي شپږنور ژوبل دي، خو لشکراسلام وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

یاده دې وی چې په دې وروستو کې د خېبر ایجنسې په تیرا او باړه کې د وسلوالو ډلو پرضد د خېبر ون په نامه پوځي عملیات پیل شوي دي، او له دغو سیمو د بد امنۍ له امله په زرګونه کورنۍ یو ځل بیا بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG