د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړۍ نجونې له کراچي څخه باجوړ ته ورسېدې


د کراچي له یو کوره او دوو مدرسو څخه تر لاسه شوي ماشومانې نن سهار اته بجې له کراچي څخه د الوتکې له لارې پیښور ته روانې شوې چې بيا وروسته باجوړ ته ورسول شوې.

د کراچي له یو کوره او دوو مدرسو څخه تر لاسه شوي ماشومانې نن سهار اته بجې له کراچي څخه د الوتکې له لارې پیښور ته روانې شوې چې بيا وروسته قبايلي سيمې باجوړ اېجنسۍ ته ورسول شوې.

د قبايلي سيمې باجوړ اېجنسۍ مرستیال پولیټيکل اېجنټ فیاض خان شېرپاو مشال راډیو ته وویل چې ۲۰ ماشومانې یې باجوړ ته ولېږلې او پاتې ۱۶یې په کراچي کې خپلو خپلوانو ته سپارلي دي. نوموړي زیاته کړه، دا ماشومانې به په باجوړ کې د ځايي ملکانو په ضمانت خپلو خپلوانو ته سپاري او په راتلونکې کې به داسي اقدامات کوي چې د دا ډول ناوړه پیښو مخه ونیول شي.

((اوس زموږ سترګې خلاصې شوې، موږ به تر دې وروسته د دې پلټنه کوو چې له باجوړ نه څومره جینکۍ د کراچي او نورو ځایونو مدرسو ته ځي؟ دوی له چا سره ځي او د څنګه کسانو لاسونو ته ورځي. په دې مسله به هم موږ د سالارزو د مشرانو جرګه رابلو او پوښتنه به ترې کوو. هغه کسان چې قابل د سزا دي هغه به جېل ته لیږو او هڅه به کوو چې داسې پیښې په راتلونکې کې مخې ته رانشي))

فیاض خان زیاته کړه، د پښتونخوا ګورنر پر دې پیښه اقدام کړی او ډېر ژر به په قبایلي سېمو کې په مدرسو کې اصلاحات رامنځته شي.

له باجوړ څخه د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی اخونزاده چټان هم د دغو جینکو د سپارلو په دستوره کې د سالارزو د قبایلو مشري کوله. نوموړي مشال ریډیو ته وویل چې د سیند له صوبايي حکومته یې غوښتنه کړې چې د دغې پیښې پلټنې وکړي. نوموړي زياته کړه که په باجوړ کې تعلیمي ادارې نه وای ورانې شوي، ښایي دا پېښه به مخې ته نه وای راغلې.

((که په نورو ځایونو کې په کال کې ۱۰۰ سکولونه جوړیږي نو په باجوړ کې دومره سکولونه ورانیږي. زموږ په سيمو کې د تعلیم حال د پخوا راهيسې تباه او برباد وو، خو په دې ورستیو کې چې په شدت پسندۍ او پوځي عملياتو کې دغې نظام ته نور زیان هم واوښتو، د ماشومانو جینکو په دې حال موږ خفه او شرمنده یو، او د سیند حکومت څخه په دې اړه د پلټنو غوښتنه کوو))

هغه کسان چې خپلې لوڼه ورته په کراچي کې سپارل شوي وې، د خوښۍ څرګندونه یې کوله. په دوی کې ځینو کسانو مشال راډیو ته وویل، د خبر تر اورېدو وروسته له باجوړه کراچي ته را روان شوي وو، چې ځینې د زیارت او ځینې یې د جمعې په ورځ دلته رارسیدلي دي.

((د راډیو له لارې خبر شوم، همداسې کراچي ته راروان شوم. موږ خو بچياني دیني سبق ته رالېږلي وې، موږ ته څه پته وه چې له دوی سره به داسې سلوک کیږي. زما یوه لور ده، دوه خورزې او دوه د اوښي لوڼه مې پکې دي ))

یاده دي وي چې دغه ماشومانې د جمعې په ماښام د سیند صوبې چارواکو د باجوړ د پولیټیکل انتظاميې چارواکو ته سپارلي وې.

XS
SM
MD
LG