د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: پاکستان او ایران سیمه بې ثباته کوي


د امریکا د دفاع وزارت د افغانستان د امنیت په اړه په خپل تازه راپور کې پر پاکستان او ایران سختي نیوکې کړې دي او ویلې دي چې دا دواړه هیوادونه په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي.

په دې راپور کې ويل شوي چې پاکستان په مسلسله توګه په افغانستان او هند کې وسله وال استعمالوي چې دا شان اسلام اباد په افغانستان کې خپل اثر ونه او د هند پوځ مخه هم ونیسي.

د دفاع وزارت دغه رپورټ زیاتوي چې د ایران اسلامي انقلاب ساتندویانو قدس ځواک له طالبانو سره مرستې کوي چې د افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل تیز کړي.

په دې رپورټ کې دا هم ویلي شوې دي، تهران له افغان حکومت سره دوستانه اړیکي برقرار ساتلو او د طالبانو بیا واک ته د راتللو د مخه غور کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG