د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر وګړي له ګرځبندیزه کړېدلي


په داسې حال کې چې نن د دوشنبې ورځ هم د خېبر ایجنسۍ په باړه او تیرا سیمو کې د پاکستان پوځ د خیبر یو په نامه عملیات روان دي او په سیمه کې ګرځبندیز اعلان شوی، د سیمې خلکو مشال راډیو ته ویلي چې دوی د عملیاتو او ګرځبندیز له کبله سخت اغیزمن شوي دي.


د سیمې خلک وايي د ګرځبندیز له وجې دوی له تېرو څو ورځو راهیسې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او د خوراکي موادو له کمبوت سره هم مخامخ دي.

د یادو سیمو اوسیدونکي د پوځ نه غوښتنه کوي چې ورته پېښور ته د وتلو لاره او اجازه ورکړي، ځکه چې ددوی په موجودګۍ کې په سیمه عملیات کول ددوی ژوند هم اغیزمن کوي.


د سیمې نه د قومي اسمبلۍ غړي ناصرخان نن مشال راډیو ته وویل چې د خلکو د ستونزو د هوارۍ لپاره د پولیټیکل ایجنټ سره ملاقات لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG