د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان الوتکو پرزه کولو مالومات غوښتل شوي


د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي ادارې ( سیګار) د امریکا له دفاع وزارته غوښتنه کړې د هغو مال وړونکو الوتکو د پرزه کولو او خرڅولو په اړه مالومات ورکړي چې د افغانستان هوايي ځواکونو لپاره اخیستل شوې وې.

سیګار د تېرې پنجشبنې پر ورځ پېنټاګان ته په استولي لیک کې ویلي، له اېټالیې د ۴۸۶ میلیونه امریکايي ډالرو ارزښت لرونکې ۲۰ الوتکې د افغان هوايي ځواک لپاره اخیستل شوې وې چې پکې ۱۶ پرزه شوي او په ۳۲۰۰۰ ډالرو پلورل شوې دي.

دې ادارې په خپل لیک کې د هغو څلورو الوتکو په اړه هم مالومات غوښتي دي چې دا مهال د جرمني د رامشتاین په هوايي اډې کې ولاړې دي.

لیک زیاتوي، هغه مال وړونکې الوتکې چې په کابل کې ولاړې وې، هر پاو یې د کباړ په ډول، په شپږ امریکايي سېنټه پلورل شوی دی. د امریکا د دفاع وزارت لا د دې لیک په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG