د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سکاټلېنډ کې له بریتانیا د ازادۍ لپاره ټولپوښتنه روانه ده


د سکاټلېنډ بیلتونغوښتونکي ګوند سکاټیش نېشنل پارټۍ مشر الیکس سېلمنډ دا یوه لویه موقع بللې ده او وايي د سکاټ لېنډ خلک به نن د یو آزاد هېواد په حق کې فېصله وکړي.

متحده سلطنت یوکې چې پکې انګلېنډ، آیر لېنډ، سکاټلېنډ او وېلز شامل دي، په دوی کې یو سکاټلېنډ یې نن د سیپټېمبر پر اتلسمه نېټه د ازادۍ لپاره ټولپوښتنه «ریفرینډم»کوي.

ددې تاریخي ټولپوښتنې لپاره له وړاندې تر سره شوې سروېګانې ښيي چې د سکاټ لېنډ ۵۲ فیصده خلک په متحده سلطنت کې پاتې کېدل او ۴۸ فیصده یې بېلېدل غواړي یعنې ډیر لږ فرق دی چې نن به واضحه کړي چې سکاټ لېنډ به په مستقبل کې د متحده سلطنت برخه وي او که نه.

د سکاټلېنډ بیلتونغوښتونکي ګوند سکاټیش نېشنل پارټۍ مشر الیکس سېلمنډ دا یوه لویه موقع بللې ده او وايي د سکاټ لېنډ خلک به نن د یو آزاد هېواد په حق کې فېصله وکړي.

بلخوا د برتانیا وزیراعظم ډېویډ کېمرون د روانې میاشتې پر پنځلسمه نېټه ويلي د سکاټلېنډ په بېلېدو به یې زړه مات شي او خبرداری یې ورکړی چې که یو وار بېل شي نو بیا سکاټلېنډ په متحده سلطنت کې کله هم نشي شامیلېدلای.

د سکاټلېنډ د ریفرینډم د سروېګانو د بریتانیا مشرتابه د اندېښنو ښکار کړې ده او د سکاټ لېنډ خلکو ته یې جذباتي اپیلونه او د ډېرې خپلواکۍ ورکولو ژمنې کړې دي.

ډېویډ کېمرون پر شپاړسم سېپتېمبر د هېواد د لویو سیاسي ګوندونو لېبر پارټۍ او لیبرل ډیموکراټ د مشرانو ترڅنګه د سکاټلېنډ پارلیمان ته د ټیکس، اخراجاتو او خېر ښېګړې په برخه کې د ډیر واک منتقل کولو وعده وکړه.

خو د آزادۍ په حق کې د سکاټلېنډ یو تن میلو میګ لافلین وايي،

[دوی چې اوس موږ ته د خپلواکۍ کوم وړاندیزونه کوي موږ پرې یقین نه لرو.. د دې هېڅ ضمانت او ګارنټي نشته ځکه چې هم د دغه ګوندونو داسې غړي شته چې د دې مخالفت کوي او بیا به دغه ژمنې ترسره کول ناممکنه وي. اوس له دې د باور یا اعتماد مسله جوړه شوې ده. زما په خیال دوی د سکاټلېنډ د بېلېدلو خبرې اندېښمن کړي نو ځکه دا وړاندیزونه کوي.]

بلخوا په سکاټ لېنډ کې د آزادۍ او خپلواکۍ مخالفت کوونکي خلک بیا دا نظر لري چې د بیلدلو په نتیجه کې به سکاټ لېنډ د ډیرو مسلو سره مخ شي. دغه ډول ۷۲ کلن ډېویډ ګرانټ نومې یو تن وايي:

[زه انګریز یم، زه د ۱۴ کلونو ووم چې د هغې راهیسې په سکاټ لېنډ کې مېشت یم، زه په انګلېنډ کې هم کورنۍ لرم او په سکاټلېنډ کې هم. زه نه غواړم چې د سرحدونو له وجې زما کورنۍ ووېشل شي. د دې تر څنګه زما په اند بېلېدل د سکاټلېنډ په ګټه هم نه دي.]

په دې ریفرنډم کې د سکاټلېنډ څه باندې ۴۲۸۵۰۰۰ خلک د ووټ اچول اهل دي چې په ۲۶۰۸ پولینګ مرکزنو کې به خپل ووټ استعمالوي.

د سکاټلېنډ د ممکنه جدا کېدلو نه پس به د وسایلو د وېش او د کرنسۍ ترڅنګه یو شمېر نورې خبرې هم حل کولو ته اړتیا لري. دا راز د سکاټ لېنډ آزادي غوښتونکي په یورپی یونین کې د شاملیدلو خواهش لري.

د سکاټلېنډ د آزادۍ په هکله ټولپوښتنه به نن سرته ورسیږي او تمه ده چې تر سبا پورې به یې نتیجه مخې ته راشي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG