د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ایین او پارلمان پر برلاسي هېڅ سمجوته نه کوو'


وزیراعظم په خپله وینا کې د سیاسي ګوندونو لخوا د جمهوریت ملاتړ وستایلو او ويې ویل چې د جمهوري نظام ختمولو لپاره به هېچا ته هم اجازه ورنکړي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي دي چې د پارلیمان او د ایین پر بالادستې به هېڅ سمجوته ونه کړي. نوموړي نن د قامي اسمبلۍ غونډي ته د وینا پر مهال وویل چې حکومتونه ځي او راځي خو باید جمهوري نظام پر ځای وساتل شي.

وزیراعظم په خپله وینا کې د سیاسي ګوندونو لخوا د جمهوریت ملاتړ وستایلو او ويې ویل چې د جمهوري نظام ختمولو لپاره به هېچا ته هم اجازه ورنکړي.

بلخوا په اسلام اباد کي د پارلیمان ودانۍ مخې ته د وزير اعظم نواز شريف د مستعفي کېدو په موخه د پاکستان تحريک انصاف او عوامي تحریک د زرګونو پلویانو احتجاجي ناسته نن هم دوام لري.

د حکومت لخوا له دواړو ګوندونو سره د خبرو اترو يو شمېر پړاوونه وشول خو تر دا مهاله د دغو خبرو اترو هېڅ نتیجه نه ده رواتې.

بېګا شپه د دواړو ګوندونو مشرانو خپلو پلویانو ته د وينا پر مهال نن د حکومت نسکوريدو وروستۍ ورځ بللې ده.

XS
SM
MD
LG