د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې افغان کډوالو ته د رجسټرېشن کارډونو ورکولو لړۍ پېل شوې


د بلوچستان چارواکي وايي چې په روانه مياشت کې يې د افغان کډوالو د رجسټریشن کارډونو سلسلسه شروع کړې چې د بلې مياشتې تر آخره به دوام وکړي.

د بلوچستان د نادرا چارواکي وايي د فرورۍ له مياشتې يې د کډوالو د رجسټريشن په لومړۍ مرحله کې دوه لکه کارډونه وېشلي.

په کوټه کې د کارډ اخيستلو لپاره په کتار کې ولاړې، يوې ميرمنې نن (دوشنبه) مشال ريډيو ته وويل چې د مياشتو راهيسې د کارډ په انتظار ده.

چارواکي وايي چې لا هم شاوخوا څلوېښت زره افغانان په بلوچستان کې له کارډونو اخيستلو پاتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG