د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: نواز شريف دي يوې مياشتې لپاره استعفا ورکړي


د تحريک انصاف ګوند مظاهره کوونکې
د تحريک انصاف ګوند مظاهره کوونکې

د پاکستان حکمران ګوند مسلم ليګ نون وايي چې نه به حکومت ختميږي او نه به هم وزيراعظم نوازشريف استعفا ورکوي. د حکومت په خبره د عمران او طاهرالقادري د اسلام اباد مظاهرې د جمهوريت خلاف دي.

اسلام اباد کې د حکومت خلاف د پاکستان تحريک انصاف ګوند د مظاهرو د ختمولو لپاره، د دواړو خواوو ترمنځ د مذاکراتو دريمه مرحله پای ته رسيدلي او تحريک انصاف غوښتنه کړي چې وزيراعظم دي د يوې مياشتې لپاره استعفا ورکړي.

د تحريک انصاف ګوند مرستيال مشر، شاه محمود قريشي پرون مازيګر خبريالانو ته وويل چې د ټاکنو د درغليوو د څيړلو لپاره عدالتي کميشن مني خو په دي دوران کې بايد وزيراعظم استعفا ورکړي او که ټاکنې پاکې اعلان شوي نو نوازشريف دي واپس حکومت ته راشي خو حکومت وايي د وزيراعظم استعفا غير جمهوري کار دی او وبه نه شي.

د عمران خان او طاهر القادري په زرګونو پلویان تور لګوي چې يو کال مخکو شوو ټاکنو کې درغلي شوي نو ځکه اوسنی حکومت د پاتې کيدو جواز نه لري خو حکومت دا ردوي.

په همدي حال کې د اپوزيشن ګوند مشر او پخواني ولسمشر، آصف علي زرداري پرون د وزيراعظم نوازشريف او ځينو نورو سیاستوالو سره تر ملاقات وروسته وويل چې دواړه خواوې بايد د خبرو د لارې مسله حل کړي. زرداري زياته کړه چې د وزیراعظم د استعفی ورکولو هیڅ جواز نه جوړېږي.

همداراز د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار خبریالانو ته ويلي چې اصف علي زرداري په خبرو کې دا څرګنده کړه چې د نواز شریف د استعفی سوال هم نه پیدا کېږي.

اسحاق ډار زياته کړي چې د روان سیاسي کړکېچ که هر حل راوځي هغه به د آیین په چوکاټ کې وي او دوی به له آیین او قانونه وتلي هیڅ یوه ګام ته غاړه نه ږدي.

اسحاق ډار د واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) هغه دریځ بیا تکرار کړ چې دوی یوازې د تحریک انصاف او عوامي تحریک پر هغو غوښتنو کار کولو ته تیار دي چې د آیین په چوکاټ کې دي.

XS
SM
MD
LG