د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان لوبډلې امریکايي لوبغاړي په کابل کې ډېر څه زده کړل


له پیروزي فوټبال کلب سره د نیک پوګلیز ښې لوبې په بیلا بیلو سیالیو کې دې لوبډلې ته د ښه استعداد د ځلولو ډیرې موقعې په لاس کې ورکړې.

یورو ایشیا ویو دیو امریکايي وګړي کیسه کوي چې دافغانستان په پلازمېنه کابل کې یې د فوټبال په غوره سیالیو ( پریمیر لیګ ) کې لوبه کړې ده. دا کیسه د ۲۴ کلن ( نیک پوګلیز ) ده چې د دوه زره دولسم کال په شاوخوا کې افغانستان ته سفر کوي او په کابل کې د روشن مواصلاتي کمپنۍ کې د موبایل ( ګرځنده ) بانکدارۍ په څانګه کې کار پیلوي.

کله چې نیک پوګلیز په کابل کې نهه میاشتې تېرې کړې او د وظیفې د سختو امنیتي بندیزونو څخه ستړی شو ، نو د ناهیلۍ په لومو کې راګیر شو ، ځکه چې ده غوښتل ازادي ولري چې کابل له نژدې وویني.

نیک په نیو یارک کې د ویلیمز کالج د فوټبال ( ساکر ) لوبغاړی و ، او د هر امریکايي لوبغاړي په څېر هغه هم هیله درلوده چې له هیواده بهر د فوټبال لوبه وکړي خو دا ورته نه وه معلومه چې قسمت به ورته په کابل کې د فوټبال د لوبې لاره برابروي. د نیک ځینو افغان ملګرو هغه د پیروزي په نوم د فوټبال د یوې لوبډلې له چارواکو سره معرفی کړ. نوموړی وايي کله چې ورته د کلب لخوا د لوبېدو قرارداد ورکړل شو، نو په روشن کمپنۍ کې یې خپله وظیفه پرېښوده او ټول پام یې د فوټبال لوبې ته واړولو.

له اقتصادي پلوه دا یوه ښه پریکړه نه وه چې نیک دې روشن پرېږدي او په پېروزي فوټبال کلب کې لوبه پیل کړي ځکه چې نوموړي کلب هغه ته د میاشتې یوازې درې سوه ډالره تنخا ورکوله، خو په دې سره هغه خپله کړه وړه ټول واړول او د افغانانو غوندې شو. هغه دري ژبه زده کړه ، د ځايي خلکو غوندې کړه وړه یې خپل کړل او په بایسیکل به ګرځیدلو. خو د یو څه نورو پیسو د ترلاسه کولو لپاره یې د کابل د پریمیر لیګ په اعلاناتو کې هم ګډون وکړلو.

یورو ایشیا لیکي په داسې حال کې چې کابل کې طالبان فعاله دي او د بهرنیو وګړو لپاره دا ډول سرګرمیانې له خطره خالي نه وي، خو د دې باوجود هم نیک پیوګلز ځان تر خپل میلمستونه پورې محدود نه و ساتلی، بلکې د عامو افغانانو په څېر به لارو کوڅو ته راوتلو. داچې د کابل د فوټبال سیالۍ پر تېلیویژن نه ښودل کیدې نو دې کار له نوموړي سره په نه پیژندګلوۍ کې نوره مرسته هم کوله.

نیک پوګلیز وايي په کابل کې یې ډیر باوري ملګري پیداکړي وو، او د هغوی له مشورو سره سم به یې ژوند کولو او چې کله به هم له یو ستونزې سره مخامخ شو نو هغوی ته به یې ټیليفون کولو. نوموړی وايي د افغانانو کولتور ډېر میلمه پالی او ځان ته نږدېکونکی دی او ډېر خلک ورسره مرستو ته تیار وو.

نوموړی وايي په افغانستان کې د فوټبال لوبه د امریکا له کلبونو سره نه شي پرتله کیدای، افغان لوبغاړي عموما د خدای ورکړو صلاحیتونو پر بنسټ لوبېږي، دوی د ښو نړیوالو روزونکو له سهولته برخمن نه دي. هر لوبغاړی په انفرادي ډول لوبه کوي او د یو شریک ټیم په حیث لوبه نه کوي. نوموړی وايي په کابل کې یوازې یو څو د فوټبال ښه روزونکي شته.

له پیروزي فوټبال کلب سره د نیک پوګلیز ښې لوبې په بیلا بیلو سیالیو کې دې لوبډلې ته د ښه استعداد د ځلولو ډیرې موقعې په لاس کې ورکړې.

یورو ایشیا لیکي کله چې د پیروزي فوټبال کلب مرحله ختمه شوه نو نیک نیویارک ته ستون شو. خو نوموړي ته پروسږ کال په پسرلي کې بیا بلنه ورکړل شوه چې په افغان پریمیر لیګ کې دې لوبه وکړي خو نوموړی حاضر نه شو چې داځل په داسې وخت کې افغانستان ته لاړشي چې هلته انتخاباتي سیالۍ روانې دي او امنیتي وضع خورا ترینګلې ده. نیک وايي : هغه دا مهال په نیو یارک کې استوګنه لري او نه پوهېږي چې هغه به بیا افغانستان ته د تلو او هلته د فوټبال په لوبو کې د برخې اخیستو موقع پیدا کړي او که نه ؟

XS
SM
MD
LG