د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان ته مو سفر ګټور وو'


د افغانستان ملي امنیت شورا مشر رنګین دادفر سپنتا
د افغانستان ملي امنیت شورا مشر رنګین دادفر سپنتا

که څه هم د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر پاکستان ته خپل وروستۍ سفر ګټور بولي، خو وایي، تر اوسه هم د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې د اسلام اباد ریښتینی اقدام ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان ملي امنیت شورا مشر رنګین دادفر سپنتا وایي، چې د هلمند په جګړه کې د پاکستانیو پوځیانو موجودیت یوه ښکاره مساله ده.

ښاغلي سپنتا د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې لاهم د هلمند په ځینو سیموکې پيل شوې جګړه پای ته نه ده رسیدلې.

نوموړي وویل، چې پاکستان باید د تروریزم ضد عملیات د ټولو سخت دریځو وسله والو ډلو پر وړاندې جاري وساتي او په عمل کې د افغان حکومت باور ترلاسه کړي.

که څه هم د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر پاکستان ته خپل وروستۍ سفر ګټور بولي، خو وایي، تر اوسه هم د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې د اسلام اباد ریښتینی اقدام ته د شک په سترګه ګوري.

رنګین دادفر سپنتا وایي، چې په هلمند او کونړ کې وروستۍ جګړې پر افغانستان د پاکستان یو ښکاره تیری دی او زیاتوي، چې دغه موضوع یې په ډیر جدیت پاکستاني چارواکو ته هم یاده کړې ده.

ښاغلي سپنتا د دوشنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د هلمند په ګډون د هېواد د ځینو نورو سیمو په ناامنیو کې د پاکستاني پوځیانو موجودیت ډیر ښکاره دی:

″په هلمند کې، په نورو ځایونو کې هغو تروریستانو چې زموږ پرضد حملې کړي دي، له هغوی سره د پاکستان د ملیشو حضور یوه ښکاره مساله ده.″

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر د تیرې پنجشنبې په ورځ پاکستان ته سفر پرمهال له پاکستاني چارواکو سره پرکونړ د راکټي حملو سربیره په نورو مسالو هم خبرې کړې دي.

پاکستان ته د رنګین دادفرسپنتا سفرپه داسې حال کې شوی، چې د هغه هېواد پوځ په شمالي وزیرستان کې د میشتو سخت دریځو وسله والو پرضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

ددې عملیاتو په بهیر کې ولسمشرحامد کرزي پاکستان ته یو لیک هم استولی او له پاکستاني پوځ نه یې غوښتي، چې په پیل شوو عملیاتو کې ټول سخت دریځي هدف وګرځوي.

د پاکستان پوځ هم ژمنه کړې، چې په دې عملیاتو کې به د حقاني شبکې په ګډون ټولې تروریستي ډلې وځپي، خو رنګین دادفر سپنتا وایي، ترڅو، چې پاکستان په دې برخه کې عملي ګام وانه خلي، دوی به یې په ژمنو باور ونه کړي:

"لومړی ځل د دواړو مملکتونو په روابطو کې د پاکستان د اردو مشر حاضر شو، چې ووایي، چې په دې جنګ کې د حقاني شبکې پټن ځایونه هم زموږ هدف دي، زما په نظر د دې خبرې یوازې بیانول د تیوري په برخه کې یو پرمختګ دی، اما لږ وخت ما ته راکړئ، چې وګورو، چې دا عملي نتیجې لري او که نه لري."

سپنتا وویل، چې د افغانستان او پاکستان نوی ټاکل شوی ګډ پلاوی به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په پاکستان کې غونډه وکړي او بیا به د پاکستان له خوا د راکټي حملو د څیړلو لپاره کونړ ته سفر وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر وایي، که چیرې پاکستان له افغانستان سره د تروریزم ضد مبارزه کې ریښتیني همکاري وکړي، دوی حاضر دي، چې له هغه هیواد سره ستراتیژیکې اړیکې هم جوړې کړي.

په هلمند او کونړ کې وروستیو حملو افغان حکومت په غسه کړی، خو سپنتا وایي، چې پاکستاني چارواکو د سفر پر مهال ورته ویلي، چې د افغانستان له خوا د هغوی په خاوره حملې کیږي.

سپنتا وایي، پاکستاني چارواکو ورته ویلي، چې پرکونړ باندې د هغوی حملې هم د هغو ګواښونو په ځواب کې دي، چې د افغانستان له خاورې نه دوی ته متوجه دي.

راپور: اسدالله "لودین" - کابل

XS
SM
MD
LG