د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق په تکریت کې د امینتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سختې نښتې شوې


ټاکل شوې چې دوه میاشتې مخکې د عراق نوی منتخب شوی پارلېمان د جولای پر لومړۍ غونډه وکړي چې د نوي حکومت جوړول پیل کړي.

دا اعلان د ولسمشر جلال طالباني له خوا په پروني خپور شوي فرمان کې راغلی دی. پر عراقي وزیراعظم نوري المالکي نړیوال فشار دی چې د هغو سني وسله والو د زیاتېدونکي ملاتړ مخنیوي په موخه لا نور جامع حکومت جوړ کړي چې د هېواد شمالي ښارونه یې نیولي دي.

دا پیغام یو ځل بیا د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ د تېرې پنجشنبې پر ورځ بغداد ته د سفر پر وخت ورساوه. مالکي له هیګ سره ومنله چې له القاعدې بېلې شوې د عراق او شام اسلامي دولت وسله والې ډلې د ماتې لپاره سیاسي او پوځي اقدامات په کار دي.

په عین وخت کې عراقیو ځواکونو له وسله والو د تکریت ښار د واک بیا تر لاسه کولو لپاره حمله کړې ده. عیني شاهدین وايي، په ښار کې شدیدې نښتې شوې دي. تکریت دوه اوونۍ مخکې وسله والو نیولی وو.

XS
SM
MD
LG