د لاسرسي ځای

تازه خبر

په انتخاباتو کې د شخړو دوسیه نه ده راغلې


لوی څارنوال محمد اسحاق الکو
لوی څارنوال محمد اسحاق الکو

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، که چیرې د انتخاباتو د وروستیو شخړو په اړه دوی ته داسې قضیې ولیږل شي، چې جرمي بڼه ولري، وبه یې څيړي.

لوی څارنوال محمد اسحاق الکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل، چې د انتخاباتو په اړه راپورته شوې شخړې او ستونزې باید د جرګو او مرکو له لارې هوارې شي.


″دا ستونزې شته، دې ته سیاسي بڼه نه ورکوو بلکې بین الافغاني بڼه ورکوو، تر اوسه داسې کومه موضوع لویې څارنوالۍ ته نه ده راغلې، چې جرمي بڼه ولري او تخریبونکې بڼه ولري، کله، چې کومه دوسیه جزایي بڼه ولري، لکه جعل کارۍ، تزویر او ګواښ، نو موږ مکلفیت لرو، چې له قانون سره سم یې وڅیړو.″

ښاغلي الکو وویل، چې له افغانانو سره نوره د لانجو حوصله نه ده پاته او باید، چې د جمهوري ریاست کاندیدان په خپلو کې سره کېني او د انتخاباتو نتیجې ومني.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې تیره چارشنبه د ولسمشرۍ «جمهوري ریاست» کاندید عبدالله عبدالله وویل، چې د انتخاباتو په دواړو کمیسیونونو بې باوره شوی او له دوی سره یې اړیکې هم ځنډولي دي.

د عبدالله عبدالله ټيم په همغې ورځ خپل څارونکي هم د انتخاباتو له کمیسیون او د رایو د جمع بندۍ له مرکز نه را و ایستل.

عبدالله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارلانشا مشر ضیاالحق امرخیل تورن کړ، چې په انتخاباتو کی یې د بل کاندید اشرف غني احمدزي په ګټه کار کړی او باید، چې دنده یې وځنډول شي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د امرخیل ته منسوب داسې غږونه خپاره کړل، چې د اشرف غني احمدزي له ملاتړو سره خبرې کوي.

خو خپله امرخیل د ازادي راډیو د خبر له مرکزي څانګې سره په خبرو کې ویلي، چې دغه غږونه د ده نه دي، بلکې په جعلي ډول جوړ شوي دي.

عبدالله عبدالله دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان د انتخاباي لانجې د هواري لپاره مداخله وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر وویل، چې دوی په دې شرط ددې ستونزې د هواري لپاره اقدام کوي، چې د پروسې مشري د افغانانو په لاس کې وي.

له دې ټولو سره سره د انتخاباتو کمیسیونونو ویلي، چې دوی خپلو کارونو ته د قانون له مخې دوام ورکوي.

دې کمیسیونونو ویلي، چې دروازې یې په مرکز او ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو څارونکو په وړاندې خلاصې دي او هر څوک کولای شي، د دوی کارونه وڅاري.

راپور: اسدالله ″لودین″ -کابل
XS
SM
MD
LG