د پاکستان وزیراعظم نوازشریف خپل هندي سیال نرېندر مودي ته په یوه استولي لیک کې د دواړو په لومړۍ لیدنه د اطمینان څرګندونه کړې ده.
نواز شریف تېره میاشت په نوي ډیلي کې د نرېندر مودي د لوړې په مراسمو کې له هغه سره ولیدل. په لیک کې شریف ویلي، دی له هغه سفره په ډېر اطمینان ستون شو او د مودي د مېلمه پالنې منندوی دی. دا لیک د هند د بهرنیو چارو وزارت ته تېره اوونۍ استول شوی وو خو نن یې په رسمي توګه اعلان وشو.