د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست چارواکي وايي د ولسمشرۍ ټول ټاکنو ته پوره امنیت نیول شوی


د خوست ولایت ملکي او پوځي چارواکیو په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د ټاکنو ټول ضروري توکي دې ولایت ته لیږدول شوي او همدرانګه په خوست کې د ټاکنو د بهیر د امنیت د خوندیتوب له پاره هم پوره تدابیر نیول شوي دي، دوی ټینګار وکړ، چې د جوزا د ۲۴ مې په ټاکنو کې به د یاد ولایت ملکي او پوځي ادارې خپله بې طرفي وساتي.

د خوست ولایت د ملکي او پوځي چارواکو په ګډون خبري ناسته، چې د یکشنبې په ورځ د میلمستون په ودانۍ کې جوړه شوې وه، چارواکو په خپلو خبرو کې وویل، چې ټاکنې به په ډاډمن امنیت کې ترسره شي او په دې ملي پروسه کې به د یاد ولایت چارواکي او مسوولین هېڅ ډول لاسوهنه ونکړي او خپله بشپړه بې طرفي به وساتي.

دخوست والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې د حکومتي مسوولینو د بې طرفۍ د یادونې تر څنګ خوستوالو ته د ټاکنو په ملي بهیر کې د پراخه ګډون بلنه ورکړه او ویې ویل، چې ټول ټاکنیز مرکزونه او د رای اچوني سایټونه د دوی تر امنیتي پوښښ لاندې دي:

((د امنیت په برخه کې زموږ په دې ۱۸۶ مرکزونو کې د پلان تر مخې د ملي اردو، ملي پولیسو، د سرحدي پولیسو، ملي امنیت او د نړیوالو ځواکونو په وايي ملاتړ به انشاالله زموږ ټول ټاکنیز مرکزونه تر امنیتي پوښښ لاندې وي، په دې پروسه کې به دولتي مسوولین که ملکي دي یا پوځي ټول به خپله بې طرفي ساتي، دوی به صرف د پروسې د نظارت او ښه ډاډمن امنیت او د پروسې د کامیابولو له پاره هڅې زموږ دنده ده.))

د خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت وویل، چې د ټاکنو پر مهال به ټول ۱۸۶ ټاکنیز مرکزونه پرانیستي وساتي، تر څو هر څوک وکولای شي، چې خپلې رای وکاروي:

(( ټولو ملي امنیتي ارګانونو په همغږۍ سره د ټاکنو له پاره کلک امنیتي پلانونه جوړ کړي دي، چې د هغې په واسطه به انشاالله په خوست کې ټول ۱۸۶ ټاکنیز مرکزونه خلاص وي او هر څوک به کولای شي بې تکلیفه خپلې رایې د خوښې وړ نوماند په ګټه وکاروي.))

په خوست کې د ملي اردو د پلي لیوا قوماندان جنرال ناصر هدایت وویل د یاد ولایت په یو شمېر تر تهدید لاندې ولسوالیو کې يې چاڼیز عملیات پیل کړي او هم په ځنو ځایونو کې يې درنې وسلې او توپونه ځای پر ځای کړي تر څو مخالفین ونه کولای شي، چې په ټاکنیزو مرکزونو د درنو وسلو بریدونه تنظیم کړي:

((زموږ تدابیر دادي، چې انشاالله تر انتخاباتو پورې زموږ عملیات روان دي، خصوصاً په باک، صبریو، ځاځي میدان او موسی خېلو ولسوالیو کې، بل دا چې موږ خپل توپچي ځواکونه په علیشیرو او صبریو په ولسوالیو کې ځای پر ځای کړي دي، چې دښمن ته به ددې مجال ورنکړو، چې پر موږ د درنو وسلو ډزې وکړي او خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون په مخکې مشکل جوړ کړي.))

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې د جوزا په ۲۴ مه نیټه ترسره شي، د ټاکنو په تیرو بهیرونو کې په خوست کې تر څلورو لکو زیاتو کسانو د رای اچونې کارتونه اخیستي دي.
XS
SM
MD
LG