د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ځانمرګي برید د افغان پوځ دوه سربازان وژلي نهه ژوبل


د افغان امنیتي ځواکونو پرسونال د ځانمرګي برید ښکار بس سره جوخت ولاړ دي. ۲۶مې ۲۰۱۴
د افغان امنیتي ځواکونو پرسونال د ځانمرګي برید ښکار بس سره جوخت ولاړ دي. ۲۶مې ۲۰۱۴
د کابل د سېمټ خانې په سیمه کې د ملي اردو پر بس د ځانمرګي بریدګر په حمله کې د ملي اردو دوه چارواکي وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي، چې پر موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر حمله کړېد.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، چې په ټپيانو کې دوې میرمنې هم شاملي دي.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG