د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نه په يوه جاري شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې د تيرې جمعې پر ورځ مازيګر د لالپوري ولسوالۍ داورخېلو سيمه کې په يوه سراچه ډوله موټر کې شپږ تنه وسله وال سپاره و چې افغان او ایتلافي ګډو ځواکونو له هوا نه په نښه کړي اله منځه يې وړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په وژل شويو کې يو تن هارون نوميده چې د زرقاوي د ګروپ فعال غړی و. خبر پاڼه کاږي چې په دغو عملياتو کې څلور تنه پاکستاني ژوندي نيول شوي دي.
د يادو عملياتو په اړه وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.