د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو او شبقدر کې وسلوالو درې سکولونه وران کړل


وسله والو په مومندو او شبقدر کې درې سکولونه او صحي مرکز په باروتو الوځولي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

وسله والو په مومندو او شبقدر کې درې سکولونه او صحي مرکز په باروتو الوځولي

له سیمې د مشال راډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي چې دا څلور واړه پیښې د شپې له یوې بجې تر درو بجو رامنځ ته شوې دي.

بېګا شپه نامالومه وسله والو د کوزې مومند ایجنسۍ په دروازګۍ سیمه کې د هلکانو او نجونو دوه سکولونه، د شبقدر په ماشو خوړ سیمه کې د نجونو یو سکول او د اکرب ډاګ په سیمه کې د صحت یو بنیادی مرکز په بارودو الوځولي دي


له سیمې د مشال راډیو خبریال شاهنواز ترکزی د چارواکو له خولې وايي چې دا څلور واړه پیښې د شپې له یوې بجې تر درو بجو رامنځ ته شوې دي.

پولیس وايي چې د دې پېښو په تور کې یې د نامالومو وسله والو پر ضد رپوټونه لیکلي دي.

په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې له تېرو څو کلونو راهسې سکولونه په نښه کېږي. چې اکثره پړه وسله وال طالبان پر غاړه اخلي. د سکولونو له ویجاړولو څخه د پښتونخوا او فاټا په لسګونه زره ماشومان یا خو له زدکړو بې برخې شوې او یا هم په بل لرې سکول کې په پښو زدکړو ته درومي.

د قبايلي سيمو لپاره د تعليم څانګې ډايرېکټر هاشم خان وايي، چې تر دا مهاله په قبايلي سيمو کی د پوځي عملیاتو او ترهګريزو پېښو له امله تقريبا ۵۵۰ سکولونه وران شوي دي، چې نزدې سل سکولونه یې بیرته رغول شوي دي او پر نورو سکولونو د نړيوالو مرستندویه ادارو او د حکومت لخوا کار روان دی.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د مشال راډيو اوونیزې خپرونې [ستونزې او سرکار] له کوربه مجید بابر سره په يوه مرکه کې هاشم خان ووي، چې، په تېرو دوو کلونو کې په قبايلي سيمو کي د تعليم شرح له ۳۲ فيصده ۴۰ فيصده ته لوړه شوې ده او دا مهال په ۶۰ فيصده سیمو کې تعليمي هلې ځلې دوام لري خو ۴۰ فيصده سيمو کي د ناامنیو له امله تعليمي هلې ځلېپه ټپه ولاړې دي چې پکې د شمالي، او جنوبي وزيرستان او د خيبر قبايلي سيمي راځي.
XS
SM
MD
LG