فاټا کې له پوځي عملیاتو او ترهګریزه بریدونو ۵۵۰ ښوونځي وران
د قبايلي سيمو لپاره د تعليم څانګې ډايرېکټر هاشم خان وايي، چې تر دا مهاله په قبايلي سيمو کی د پوځي عملیاتو او ترهګريزو پېښو له امله تقريبا ۵۵۰ سکولونه وران شوي دي، چې نزدې سل سکولونه یې بیرته رغول شوي دي او پر نورو سکولونو د نړيوالو مرستندویه ادارو او د حکومت لخوا کار روان دی. د مشال راډيو اوونیزې خپرونې [ستونزې او سرکار] له کوربه مجید بابر سره په يوه مرکه کې هاشم خان ووي، چې، په تېرو دوو کلونو کې په قبايلي سيمو کي د تعليم شرح له ۳۲ فيصده ۴۰ فيصده ته لوړه شوې ده او دا مهال په ۶۰ فيصده سیمو کې تعليمي هلې ځلې دوام لري خو ۴۰ فيصده سيمو کي د ناامنیو له امله تعليمي هلې ځلېپه ټپه ولاړې دي چې پکې د شمالي، او جنوبي وزيرستان او د خيبر قبايلي سيمي راځي.