د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د برتانیوي سرتېرو ماموریت وروستی کال


ټیلي ګراف ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې تر شاوخوا ۱۳ کلونو او په هېلمند ولایت کې تر خونړیو اتو کلونو وروسته د برتانیوي سرتېرو ماموریت پای ته په رسېدو دی.


ټیلي ګراف ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې تر شاوخوا ۱۳ کلونو او په هېلمند ولایت کې تر خونړیو اتو کلونو وروسته د برتانیوي سرتېرو ماموریت پای ته په رسېدو دی.


د شنبې (یا خالي) پر ورځ په هېلمند کې د برتانیوي ځواکونو د هيلي کاپټر پرېوتو په پېښه کې پینځه برتانیوي پوځیان ووژل شول. له دې پېښې سره په افغانستان کې د وژل شویو برتانیویو سرتېرو شمېر ۴۵۳ ته ورسېد.

ورځپاڼه لیکي، د شام او اوکراین د بحرانونو له کبله ښايي په افغانستان کې د برتانیا ماموریت په اړه په خبرونو کې ډېر څه نه لیدل کېږي خو دا ریښتیا دي چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۵۰۰۰ برتانیوي سرتېري لا هم له خطرونو سره مخامخ دي.

د برتانیوي پوځیانو ماموریت دا مهال په افغانستان کې د افغان ملي ځواکونو د غړو روزنه کول دي او دوی اوس په جګړو کې برخه نه اخلي.

په ۲۰۱۱ز کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ برتانیوي سرتېري پراته ول. دوی د هېلمند په شاوخوا ۱۲۰ اډو کې ځای پر ځای ول او شاوخوا هره ورځ به له جګړو سره مخامخېدل. خو اوس د برتانیا سرتېري د هېملند د بیسټیین په اډې کې پراته دي او د ۲۰۱۴ز کال تر پایه به دا اډه هم وتړل شي.

د نور هېواد په څېر په هېلمند کې هم د امنیت ټولې چارې افغان پولیسو او امنیتي سرتېرو ته سپارل شوې دي. قوماندانان وايي، افغان امنیتي سرتېرو په دې وروستیو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی دی. په هېلمند کې د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ ز کلونو پرتله اوس امنیت ډېر ښه دی. په هغه وخت کې برتانیوي سرتېري د هېلمند د والي له ودانۍ لرې نشول تللای.

خو له دې سره سره برتانیوي قوماندانان اندېښنه لري چې ښايي افغان ځواکونه د دې وړتیا ونلري چې بې له پیسو، بې له سامانه او د نړیوالو ځواکونو له ملاتړ پرته به یوازې د خطر مخې ته ودرېږي.

ټیلي ګراف ورځپاڼه لیکي، اوس د مرګ ژوبلې فشار هم له برتانیوي سرتېرو افغانانو ته اوښتی دی. افغان سرتېري اوس هم په دومره ګڼ شمېر کې وژل کېږي او ژوبلېږي چې برتانیوي قوماندانان اندېښمن دي چې ایا ځواکونه به وکولای شي چې د خطر مقابله وکړي او ایا همدومره مرګ ژوبله به ورته مسلسل اوړي او که نه؟

پوځي مشرانو د برتانیا وزیراعظم ته یو پلان وړاندې کړی وو چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته دې هم په هېلمند کې خپل ځینې مشاوران وساتي خو وزیراعظم دا پلان رد کړ.

ورځپاڼه زیاتوي، خو په افغانستان کې د برتانیوي سرتېرو د ماموریت پای دا مانا نه ده چې په هغه هېواد کې به هېڅ برتانیوي پوځي حضور نه وي. برتانیا ویلي دي چې ځوان افغان سرتېري به وروزي.
XS
SM
MD
LG