دغو پولیسو ته د مسلک، قانون پوهنې، بشري حقونو له فساد او مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې څلور میاشتې زده کړه ورکړل شوې.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال اکرام الدین یاور له دې پولیسو وغوښتل، چې د ښه خدمت له لارې باید د ولس اعتماد لاسته راوړي:
″پولیس چې هرڅومره د ټولنې د اوسیدونکو په منځ کې ښکاره شي، هماغومره د خلکو اعتماد پرې زیاتیږي او په ټولنه کې اصلاحات راځي.″
فارغو شوو پولیسو هم مشال راډيو ته وویل، چې د هیواد په هر ګوډ کې خدمت کولو ته چمتو دي.