د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ګاډو ټکرونه یو شمېر مړه او ژوبل


د غزني چارواکي وایي، په قره باغ ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پیښې څلورکسان ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.


د قره باغ ولسوال فضل الرحمان مشال راډیو ته وویل، چې دغه پیښه نن (پنجشنبه) سهار د کرولا او سراچې موټر د ټکر له امله شوې.

بلخوا نن د (پنجشنه) شهار هم د کابل ـ جبل السراج په لویه لاره د ترافیکي پیښې له امله پنځه کسه وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.

د پروان د ترافیکو د تنظیم امرمحمد یونس پردیسي مشال راډیو ته وویل، چې دغه پیښه نن (پنجشنبه) سهار ۷ بجې د ۳۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوه.

د پروان امنیې قومندان خلیل الله ضیایي، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او د پیښې لامل یې د موټر چلوونکي بې احتیاطي وښوده.

تیره اونۍ د کابل ـ کندهار په لویه لاره د سورلیو د دو موټرو د ټکر له امله دولس کسان ووژل شول او له شلو زیات ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG