د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزی: سوله ييزه انتخاباتو افغانستان د پرمختګ لور ته يو بل قدم مخته کړ.


President Karzai
President Karzai
تر هغې وروسته چې نن افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو انتخابات وشول، افغان ولسمشر حامد کرزی وايي په خپلو امنيتي ځواکونو فخر او وياړ کوي چې په پوره امنيت ساتنې سره يې خلکو ته دا موقع برابره کړه چې په ډاډه زړه د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي او په ټاکنو کې برخه واخلي.

ولسمشر حامد کرزي يو ويډيويي پيغام کې وويل: ((د خدای تعالی ډېر د شکران ځای دی، چې د افغانستان خلکو په خپل ډېر وسيع او لوی اشتراک او ګډون دا ثابته کړه، چې افغانان په هر ډګر کې د استعداد او د لیاقت خاوندان دي.د نن په انتخاباتو کې د افغانانو ګډون د افغانستان د ټولې خاورې څخه د هر ګوډ، هر ګوشې، هر ولایت او هر کلي څخه دنیا ته دا ثابته کړه، چې افغانان ولسواکه دي، د خپل اختیار خاوندان دي، آزاد منشه دي او د لوی سیاسي بصیرت خاوندان دي. د نن انتخاباتو او زموږ د ولس پراخ ګډون افغانستان څو څو قدمه د سولې، ترقۍ او سعادت خوا ته مخته کړ.))

ولسمشر حامد کرزي زياته کړه چې پر دې ډير خوشاله دی چې د انتخاباتو پروسه يا بهير سر تر پايه د افغانانو په لاس وو چې ډير ښه يې پر مخ بوت.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو له پیلیدو سره سم ولسمشر حامدکرزي د کابل په اماني لېسه کې خپله رایه ورکړه.

په دې لیسې کې د رایې ورکولو مرکز ته له ولسمشر حامد کرزي سره د هغه لومړی مرستیال یونس قانوني ، د کابینې ځیني غړي او یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم ورغلي وو.
د رایې له ورکولو وروسته ولسمشر حامد کرزي دا انتخابات د افغانستان د ثبات لپاره مهم وبلل.
ولسمشر کرزی خپله رايه ورکوي
ولسمشر کرزی خپله رايه ورکوي
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د مخالفینو پر ګواښونو سربېره دي رایې واچوي.

ولسمشر کرزي زیاته کړه: ((د افغانستان له خلکو هیله لرم، چې یو ځلي بیا له باران او یخنۍ سره سره او له هغو ګواښونو سره سره چې د افغانستان د دښمنانو له خوا کیږي، دباندې راووځي او د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.))

تر دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني د کابل د په حبیبې لیسه کې د رایې ورکولو مرکز ته ولاړ او هلته یې په رسمي توګه دغه پروسه پیل کړه.

په دې کې یو رنګ په سترګو نه لیدل کیږي او د یوې خاصې الې په وسیله یې د رایې ورکولو د مرکزونو کارکوونکي معلومولای شي.

خلک به له اتو کاندیدانو څخه یو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل ولسمشر په توګه وټاکي.

دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو ولسمشر د خلکو د رایو په اساس په سوله یېزه توګه بل ولسمشر ته واک سپاري.
XS
SM
MD
LG