د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو غړي هېوادونه د اوکراین روانو حالاتو په اړه غونډه کوي


ټاکل شوې چې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن د سېشنبې پر ورځ په اوکراین کې د روانو حالاتو په اړه بحث وکړي.


وروسته له دې چې روسیې د اوکراین کریمیا سیمه په خپل قلمرو پورې وتړله دا لومړی ځل دی چې، د ناټو جګپوړي ډیپلوماټان په بروکسل کې غونډه کوي.

ناټو په اوکراین کې د پوځي مداخلې احتمال رد کړی خو هڅه کوي چې، د ختیځې اروپا، په تېره د بالتیک هېوادونو ته چې امریکا اوس مهال د عادي ګزمو لپاره اضافي پوځي الوتکې وراستولې دي د ناټو متحدانو ته ډاډ ورکړي.

ډيپلوماټان وايي، د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د پوځي تطبیقاتو د زیاتولو او په ختیځه اروپا کې خپلو متحدو هېوادونو ته د نور پوځي ځواک د استولو په ګډون د بېلابېلو امکاناتو په اړه خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG