د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین کړکېچ ژور شوی، وزیراعظم یې له اوباما سره ویني


اوکراین: روسي پلوه مظاهرهچیان د خارکیف په مرکز کې راټول شوي چې د پخواني شوروي اتحاد بنسټګر ولادیمیر لینن مجمسه هم پکې ولاړه ده.
اوکراین: روسي پلوه مظاهرهچیان د خارکیف په مرکز کې راټول شوي چې د پخواني شوروي اتحاد بنسټګر ولادیمیر لینن مجمسه هم پکې ولاړه ده.

د یکشنبې پر ورځ، د اوکراین په دونېڅک ښار کې په زرګونه روسي پلوه مظاهره کوونکي د سیمې حکومتي دفتر پر لوري ولاړل او هلته یې له ودانۍ د اوکراین بیرغ لرې کړ او د روسیې بیرغ یې په وځړاوه.

د یکشنبې پر ورځ، د اوکراین په دونېڅک ښار کې په زرګونه روسي پلوه مظاهره کوونکي د سیمې حکومتي دفتر پر لوري ولاړل او هلته یې له ودانۍ د اوکراین بیرغ لرې کړ او د روسیې بیرغ یې په وځړاوه.


بلې خوا ته د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ولاړ وېتالې کلېچکو خپله جلسه د روسي پلوه فعالانو د حملې له وېرې ونکړه.

له دونېڅک سره نېږدې په لوهانسک کې د مسکو ملاتړیو د سیمې حکومتي وداني ونیوله او د والي استعفا غوښتنه یې وکړه.

د کرایمیا په مرکز سېمفرپول کې په زرګونه مظاهره کوونکو له روسیې سره د یو ځای کېدو په حق کې لاریون وکړ.

له روسیې سره د یو ځای کېدو په مخالفت کې یوازې ۵۰۰ کسان ورغونډ شوي ول.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما به د چارشنبې پر ورځ د اوکراین له وزیر اعظم ارسېنې ياڅینیوک سره ګوري.

سپینه ماڼۍ وايي، دواړه مشران به پر دې موضوع خبرې وکړي چې ((څنګه په کرایمیا کې د روسیې پوځي مداخلې سوله ییز حل راوباسي.))

د بیان تر مخه، اوباما او یاڅینیوک به د بحران هواري داسې لارې چارې لټوي چې پکې د اوکراین خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی موجود وي.

د یکشنبې پر ورځ، یاڅینیوک په کیف کې یوې جلسې ته د وینا پر وخت وویل، دی به د اوکراینۍ ځمکې یو سینټي میټر خاوره هم له لاسه ورنکړي.

((دا زموږ خاوره ده. زموږ پلرونو، میندو او نیکونو دې خاورې ته وینه ورکړې ده. موږ به د اوکراین د خاورې یو سینټي میټر برخه هم ورنکړو. روسیه او روسی ولسمشر ولادمیر پوټین باید پر دې پوه شي.))

په عین وخت کې، د اتوار پر ورځ، روسي ولسمشر ولادمیر پوټین د جرمني او برتانیا له وزیر اعظمانو انګېلا مېرکل او ډېوېډ کیمرون سره په ټیلي فون خبرې کړې دي.

پوټین په خپلو خبرو کې د کرایمیا د روسي پلوه مشرانو د دې پرېکړې دفاع کړې ده چې د مارچ پر ۱۶مه به له روسیې سره د یو ځای کېدو لپاره ټول پوښتنه کوي.

کرېملېن وايي، پوټین د جرمني او برتانیا مشرانو ته وویل، دا پرېکړه له نړیوال قانون سره سمون خوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG