د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وايي، یانوکووېچ ورته ویلي ول چې اوکراین ته دې پوځ واستوي


روسیه وايي د اوکراین له دندې لرې کړی شوي ولسمشر وکټر یانوکووېچ له مسکوه په رسمي توګه غوښتنه کړې ده چې دغه هیواد کې دې د امنیت د ټینګولو لپاره روسي ځواکونه ځای پرځای کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روس سفیر ویټالي چورکین دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ د امنیت شورا یوې بیړني غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي وویل یانوکووېچ په دې لړ کې د خالي پر ورځ د روس صدر ولادیمیر پوټین ته یو لیکل شوی درخواست لیږلی دی.

هلته په ملګرو ملتونو کې د امریکا او برتانیا سفیرانو یادې غونډې ته ویلي روسیه د یوه سازش تر مخه اوکراین ته ننوتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG