کابل - افغان چارواکي وايي ، په لوګر کې یوې چاودنې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه وژلي دي.
چارواکي وايي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه چې طالبانو یو موټر له وسلو ډکاوه او هغه تر وخت له مخه وچاودېد.
د لوګر ولایت د پولیسو مرستیال مشر عبدالولي توپان بیا ویلي چې دا پېښه د لوګر په مرکز (پل عالم) کې د بمونو جوړولو په یوه ورکشاپ کې رامنځ ته شوېده.
عبدالولي طوفان خبریالانو ته ویلي چې ، په وژل شویو کې د پاکستانیو په ګډون نهه طالبان ، دوې مېرمنې او دوه ماشومان شامل دي.
نوموړي زیاته کړې چې وسله والو طالبانو دا موټر د ښار په ګڼه ګوڼه کې د چاودنې لپاره ډکاوی خو هغه د دوی په کور کې وچاودی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.