د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو له افغانستانه خپل ځواکونه باسي


په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو غونډه.۲۷فېبروري ۲۰۱۴
په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو غونډه.۲۷فېبروري ۲۰۱۴

په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو سره سره دا پرېکړه هم وکړه چې ټلواله یې لېواله ده، په دې هېواد کې له ۲۰۱۴م کال پس یو شمېر پوځیان وساتي.

په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو سره سره دا پرېکړه هم وکړه چې ټلواله یې لېواله ده، په دې هېواد کې له ۲۰۱۴م کال پس یو شمېر پوځیان وساتي.


د ناټو عمومي منشي اندرې فوغ راسموسن وویل؛ که چېرته د افغانستان ولسمشر له واشنګتن سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي؛ نو د کابل او ناټو تر منځ به هم ورته تړون ونه شي.

راسموسن زیاته کړه چې، په افغانستان کې که چېرته د ناټو پوځیان پاتیږي؛ نو یوه قانوني چوکاټ ته اړتیا شته.

هغه بیا وویل، که په مناسب وخت کې امنیتي تړون لاسلیک نه شي؛ نو نتیجه به یې نه د افغانانو په ګټه وي او نه به هغه ډول وي چې؛ دوی یې فکر کاوه.

د امریکا دفاع وزیر چک هیګل هم په بروکسل کې یوې خبرې غونډې ته له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، له افغانستانه د ټولو امریکایي پوځیانو وتل د ډیسېمبر تر اخره پورې ښایي د افغان ځواکونو په منځ کې بې اعتمادي پیدا کړي:

"هرڅومره چې امنیتي تړون او د ناټو د ځواکوانو د پاتېدو موافقه ځنډیږي؛ همهغومره امریکا او د ایساف د غړیو هېوادو حمایت او پلان له ګواښ سره مخامخیږي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته ماموریت له خطر سره.

د دې لپاره د اونۍ په پیل کې ولسمشر اوباما امریکایي پوځیانو ته امر وکړ چې؛ پر احتمالي پلان غور وکړي. که امریکا تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځیان ونه ساتل؛ موږ به د روان کال تر پایه په عادي ډول د پوځیانو د وتلو پر پلانونو ډاډمن شو."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په شپه په ټیلفون له ولسمشر حامد کرزي سره د امنیتي همکاریو د تړون په اړه خبرې وکړې؛ خو دواړه مشران کومې موافقې ته ونه رسیدل.

په افغانستان کې تر پنځوس زره ډیر بهرني ځواکونه شته چې څه باندې درې دیرش زره یې د امریکا دي. که چېرته د کابل او واشنګتن تر منځ امنیتي تړون لاسلیک نه شو نو دغه ځواکونه به له افغانستانه ووځي.

په دوه زره یولسم کال کې عراق له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه؛ همهغه و چې ټول امریکایي ځواکونه له دغه هیواده ووتل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG