د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘د ناټو رسد لارې تړل له قانونه سرغړونه ده’


پېښور های کورټ د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د سیاسي او مذهبي ګوندونو غړو له خوا په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته د سامان وړلو لار تړل نا قانونه عمل ګرځولی دی.


د تېرې سېشنبې پر ورځ، د پېښور های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ په خپله فیصله کې وویل، د سیاسي ګوندونو له خوا د ګاډو تالاشۍ اخیستو عمل هم غیر قانوني دي.

عدالت دا پرېکړه د یوه سوداګر لال محمد د غوښتنلیک اورېدنې پر وخت اورولې ده. عدالت صوبايي او وفاقي حکومت ته امر کړی دی چې د دې ډول ګامونو مخه دې ونیسي.
XS
SM
MD
LG