د لاسرسي ځای

تازه خبر

چک هیګل نن د ناټو د دفاع له وزیرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي


د امریکا دفاع وزیر چک هیګل نن په برسلز کې د ناټو د دفاع له وزیرانو سره ګوري چې په افغانستان کې د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.


دا غونډه تر هغې یوه ورځ وروسته کېږي چې سپینې ماڼۍ د امریکا دفاع وزارت پینټاګان ته امر وکړ چې د روان کال تر پایه له افغانستانه د ټولو ۳۳ زره امریکايي سرتېرو ایستلو تیاری دې ونیسي.

تېره سېشنبې پر ورځ له خبریالانو سره د خبرو پر وخت هیګل وویل: ((هره ورځ چې تېرېږي نو [د دوی] موقعې کمېږي.)) هیګل وویل، له افغانستانه د ټولو ځواکونو ایستلو پلان یو احتیاطي ګام دی، خو زیاته یې کړه چې د ناټو له چارواکو سره به پر نېټو خبرې نه کوي.

امریکايي ولسمشر د دې ګام امر ځکه ورکړی دی چې افغان ولسمشر حامد کرزي اشاره ورکړې ده چې ښايي دی له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي تړون تر ولسمشریزو انتخاباتو پورې لاسلیک نه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG