د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهارکې ۵۷ تنه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار چارواکي وايي چې د چانيزو عملياتو په ترڅ کې يې په حصارک ولسوالۍ کې ۵۷ تنه وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه يې ټپيان کړي دي.


د ننګرهار چارواکي وايي چې د چانيزو عملياتو په ترڅ کې يې په حصارک ولسوالۍ کې ۵۷ تنه وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه يې ټپيان کړي دي.


دغه چاڼيز عمليات چې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو له لورې د تيرو پينځو ورځو راهيسې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پيل شوي ول، د سیشنبې په ورځ ماښام پاي ته رسيدلي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان دادان لونګ په یوه خبري ناسته کې وویل،چې په دې عملیاتو کې،چې ملي پولیسو،ملي اردو او د عامه نظم پولیسو په کې برخه لرله اووه پنځوس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور ټپيان شوي:

« په دغه ساحه کې په تعداد د ۵۷ نفره ووژل شول، څلور نفره يې زخمیان شول، یو مو ژوندی نیولی موږ د کونړ په اړه چې زموږ شل تنه ورونه په کې په شهادت رسيدلي وو.د اته ویشتم نمبر شاهين عملياتو په نتيجه کې موږ د هغو بدل دوه چنده واخيستو. په دغو وژل شوو کې خارجي اتباع هم شامل دي.»

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد،چې په يادو عملیاتو کې يې برخه لرله وویل، په دې عملیاتو سره د وسله والو طالبانو هغه ټول پلانونه شنډ شول چې د انتخاباتو پر مهال امنیت ګډ وډ کړي.

« د دغو عملياتو په درشل کې چې خلکو ولسي پاڅون هلته وکړو، تعداد سلګونو تنو ته رسيدو چې په مجموع کې هغو څلور سوو پاڅون کوونکو خپل اته کلي ونيول تر څو هغه سيمې د طالبانو له تلسط نه خلاصې کړي. او امنيتي ځواکونو د هغو ملاتړ تر سره کړو. دغو عملياتو کې د اينده انتخاباتو لپاره ډيره ښه زمينه مساعده شوه. هلته به د انتخاباتو ۲۵ مرکزونه په نارمل حالت کې راشي، ځکه چې هغه سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.»

د فضل احمد شیرزاد په خبره د دې ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې يې اته پوستې هم فعاله کړې،چې د سیمې اوسیدونکي به له دې امنيتي پوستو څخه په ګټې اخیستنې د سیمې امنیت خوندي کوي.

وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ په اړه د امنيتي ځواکونو مطبوعاتي کنفرانس په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG