د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ او لغمان کې د طالبانو بریدونو کې له ۳۰ و زیات کسان وژل شوي


دافغانستان په کونړ ولایت کې ملي ځواکونه
دافغانستان په کونړ ولایت کې ملي ځواکونه

افغان چارواکې وايي چې په کونړ ولایت کې وسله والو د پوځ په یوې پوستي برید کړی چې پکې نولس سرتیري وژل شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي ویلي چې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو او د پوځ تر مینځَه په نښته کې دوه سرتیري ژوبل شويهم دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ویلي : د پاکستان پولې سره نږدې په یو برید کې اوه سرتیري لا درکه هم دي.

طالبانو د دې پیښي ذمه واري په غاړه اخیستې ده او ویلي یې دي چې په پیښه کې د دوی یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

بل پلو د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د شنبې په ماښام مشال راډيو ته وويل چې د دولت مخالفو وسله والو په دوو جلا جلا بريدونو کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې چې ۱۱ تنه په کې ملکي وګړي دي.

سرحدي ځواک وايي چې لومړۍ پيښه د شنبې يا خالي په ورځ شاوخوا يولس بجي د الينګار ولسوالۍ د قلعټک سيمې الوخيلو کلينيک کې رامنځته شوې چې وسله والو مخالفينو په هغو ښځو ډزې کړي چې د غذايي موادو د ترلاسه کولو لپاره ورغلې وې.

په دغه بريد کې دوه تنه سيمه ييز پوليس او يو تن اوه کلن ماشوم وژل شوي او پينځه ښځې په کې ژوبل شوي دي.

سرحدي ځواک زياتوي چې شا و خوا دوه بجي د دولت مخالفو وسله والو د اليشنګ ولسوالۍ په ودانۍ د هاوان پينځه مرمۍ راتوغولي چې هدف يې خطا کړی او د سيند پرغاړه يې پينځه تنه ملکي وګړي ژوبل کړي.

د يادو دواړو پيښو پړه تر دې دمه کومې وسله والو ډلې په غاړه نه ده اخيستې
XS
SM
MD
LG