د طالبانو د نظام د کډوالو دچارو وزیر مولوي عبدالرقیب تخاري چې پرون پېښور کې نامعلومه کسانو په ډزو وژلی و ، نن یې جسد دافغانستان د ملي اردو په یوې هیلې کوپترې کې د تخار ولایت ( کلفګان ) ولسوالۍ ته ورسول شو.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي دافغانستان د سولې دعالي شورا یو غړی او د حج او اوقاف وزارت یو معین هم د مولوي عبدالرقیب تخاري د جنازې سره کلفګان ته ورغلی دی.
په هم دې حال کې افغان حکومت په پېښور کې د طالبانو د یو پخواني چارواکي مولوي عبدالرقیب وژل کیدل غندلې او دا یې د سولې له خبرو اترو سره یوه تړلې پېښه بللې ده .
د رویټرز خبري اژانس د ولسمشر حامد کرزي د ویاند ایمل فیضي له خولې پرون ویلې چې مولوي عبدالرقیب د سولې د عالي شورا سره د سولې د پروسې د بریالیتوب ملاتړی و . د فیضي په وینا کله هم چې طالب مشرانو د سولې خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده وژل شوې دي .
د یو بل خبر له مخې وسله والو طالبانو هم د یوي وینا په خپرولو سره د مولوي عبدالرقیب وژنه غندلې او دا یې د دښمنانو کار بللې دي.