د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار شپږو ولسوالیو ته ۷ سوه سيمه ييز پوليس منظور شول


د افغانستان د سیمه يیزو پولیسو عمومي قومندان وايي، چې نن د سېشنبې پر ورځ د ننګرهار شپږو ولسوالیو ته ۷ سوه سيمه ييز پوليس منظور شول.


علي شاه احمدزي نن په ننګرهار کې خبري غونډې ته وویل، چې دا پولیس چپرهار، نازیان، بټي کوټ، ایسارک، اچین او شیرزاد ولسوالیو ته منظور شوي دي.

نوموړي وویل، چې د سیمه یېزو پولیسو په ځای پر ځای کیدو سره به دې د دې ولسوالیو امنیت ښه شي.

افغان حکومت په هغو سیمو کې سیمه یېز پولیسو ځای پر ځای کوي چې د وسلوالو طالبانو خطر په کې زیات وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG