د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د مذاکراتي کمېټۍ غړي نن له شمالي وزیرستانه ستنېږي


د تحریک طالبان د مذاکراتي کمېټۍ غړي به له وسله والو طالبانو سره تر لیدو کتو وروسته نن له شمالي وزیرستانه ستانه شي.

پروفیسر ابراهیم ، مولانا یوسف شاه او د مولانا سمیع الحق استازيتوب کوونکی مولانا عبدالحصیب د شنبې شپه او د یکشنبې ورځ له وسله والو طالبانو سره په خبرو اترو تېره کړه.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې د وسله والو طالانو د مذاکراتي کمېټۍ غړي که څه هم پرون ماښام بیرته مرانشاه ته رسېدلي خو تر اوسه یې کوم رسمي بیان نه دی ورکړی.

خو هلته د استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د کمېټۍ غړي له له وسله والو طالبانو سره له خبرو اترو خوشاله دي.

ځینو نورو استخباراتي چارواکو بیا مشال راډیو ته وویل چې طالبانو د کمېټۍ غړو ته یو شمېر شرطونه وړاندې کړي چې په کې د له ناارامو سیمو د پوځ اېستل ، طالب بندیان خوشي کول او په پوځي عملیاتو کې د رسېدلي زیان ازاله کول شامل دي.

چارواکي وايي ، د شریعت نفاظ او تر هغه لاندې خبرې کول په دې لومړنیو شرطونو کې نه دي شامل چې د هغوی په وینا ، مذاکرات په ښه توګه پر مخ بوځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG