د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکي په استنبول کې د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ نښتې شوې دي


د ترکيې په استنبول ښار کې پوليسو د مظاهره چيانو د خپرولو لپاره له اوبو او اوښکي بهوونکي ګیس نه کار اخیستي دي.

سلګونه کسانو د انټرنټ د کنټرول پر نوي قانون احتجاج وکړ، چې په دي وروستيو کې پارلمان منظور کړه.

پرون د استنبول په مرکزي تقسيم چوک کې ځينو مظاهره چيانو پر پوليسو د کاڼو او پټاخو ګوزارونه وکړل او ځنو نورو کسانو د هغه قانون پرضد نعري ولګولې چې له مخې يې چارواکي ښايي ځينې انټرنټي پاڼې چې فکر کېږي ،شخصي خلاف ورزي کوي، بلاک يا بندې کړي.

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې پر دغه وړاندې شوي قانون نیوکې کړى.

د ترکيې وزیراعظم رجب طيب اردوګان دغه تنقیدونه رد کړي او ويلي يې دي: ”دغه قوانين پر انټرنټ هېڅ ډول سنسرشپ نه لګوي“ بلکې لا يې خوندي او ازاده کوي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG