د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزۍ ایجنسۍ ملک حاجي محمد ووژل شو


په اورکزۍ ایجنسۍ کې په یوه بمي چاودنه کې قبایلي مشر ملک حاجي محمد وژل شوی دی.


دا پېښه د چارشنبې په مازیګر په انجاني بازار کې هغه وخت شوې ده چې کله ملک حاجی محمد په موټر کې له کواټ سیمې د خپل کور پر لور روان و.

چارواکي وايي، چې چاودنه د هغه په موټر کې دننه شوې ده، او دوی په دې اړه پلټنې کوي چې دا بم هلته څنګه اېښودل شوی وو.

تراوسه له چا د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG