د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په حکومتي ادارو کې د فساد په اړه اندیښنې


په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې او څارنې ګډې کمېټې په ځینو حکومتي ادارو کې د فساد په اړه اندیښنه څرګنده کړه.


دغې کمېټه په دې وروستیو کې د کډوالو او وطن ته د ستنېدونکو چارو، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو، لوړو زده کړو وزارتونو او د اداري اصلاحاتو په کمیسیون کې د فساد د شتون په څېړنه کړې او د دوشنبې په ورځ یې د خپل کار د نتیجو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د دغې ادارې رییس دراګا کاس وویل؛ د دوی څېړنه په تېر یوه کال کې شوې ده:

"د ځمکو ویش جدي مساله ده. موږ پوهیږو وطن ته ستنېدونکو افغانانو ته ځمکې نه ورکول کیږي؛ په داسې حال کې چې هغوی ته باید ځمکې توزیع شي."

د اداري فساد پر ضد د مبارزې او څارنې کمېټې په داسې حال کې دا څيړنه خپره کړې چې څه موده وړاندې د کډوالو د چارو وزیر د اداري فساد په تور ولسي جرګې استیضاح کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG