د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې دوه پولیس سرتیري ووژل شول


نن د پنجشبنې پر سهار په کراچۍ کې د پولیسو پر ګاډي په ډزو کې دوه پولیسان وژل شوي دي.


تر پېښې وروسته د پولیسو یوه مشر فاروق احمد مشال راډیو ته وویل، د نوې کراچۍ په شفیق موړ کې د پولیسو ګاډي ګزمه کوله چې پر موټر سایکل سپرو وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

د ده په خبره، په ډزو کې دوه پولیسان ژوبل شوي هم دي. څو ورځې مخکې په کراچۍ کې د پولیسو پر ګاډي په ځانمرګي برید کې د پولیسو لوړ پوړی افسر چودري اسلم وژل شوی وو.
XS
SM
MD
LG